سیاست

دجمهوررييس پيغام

کابل باختر د ثور نولسمه :
دکتاب اوونۍ  په مناسبت د جمهور رييس محمداشرف غني پيغام
  د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه کوم چې دقلم ورځې او دکتاب لوستلو اوونۍ په مناسبت  يې مراسم جوړ کړي دي .
کتاب اوقلم دبشري تمدن بنياد جوړوي او علم او سواد ته له توجه پرته دټولنو کاميابي او نيکمرغي ناممکنه  ده .
زموږ اسماني کتاب قران عظيم الشان د ( ولوله )  په کلمه پيليږي  او زموږ داسلامي تمدن په طلايي  عصر کې  دهغه وخت تر بل هر ځاى اوبل هر تمدن علم اوکتاب ته توجه زياته  وه .
که څه هم په تيرو دوو لسيزو کې زموږ په هېواد کې  ځينې  داسې کسان پيداشوي دي چې دافغانستان دبدخواهانو په اشاره له علم اوسواد او کتاب سره مستقيم يا غير مستقيم  مخالفت کوي او غواړي چې زموږ دټولنې ښځې او نارينه دجهل په تيارو کې ايسار پاتي شي خو له نيکه مرغه دافغانستان خلکو تر بل هر وخت دپوهې درڼا  مثالونه بل ساتلي  دي  او دهېواد په ګوټ ګوټ کې په مليونونو نجونې اوهلکان ښوونځيو ته ځي. دغه راز دبيان د ازادي اوله مطالعې سره دخوان کهول ددلچسپي په برکت اوس په افغانستان کې تر پخوا خورا زيات کتابونه ليکل کيږي ،ژباړل  کيږي اوخپريږي .
اميد دى چې دقلم ورځې اودکتاب اوونۍ په مناسبت  نمانځغوندې به په ټولنه کې دکتاب  اوقلم فرهنګ لا وغوړوي او زموږ له ملت  سره به مرسته وکړي چې دعلم او معرفت په تاريخ کې هغه مقام ومومي چې سزاوار او مستحق يې دى .
    ختم +_   اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته