مزارشريف / باختر/ د وږي١٦مه :
دوولس وسله وال طالبان پرون په بلخ کې ووژل شول .
د٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل:دغه وسله وال ډاراچوونکي دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ په بايتمور کلي ، دبلخ ولسوالۍ په علم خيلو کلي او دچهاربولک ولسوالۍ په چوبه ولبک کلي کې په هوايي بريدونو او له امنيتي ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول .
رضايي زياته کړه: په دغو پېښو کې اوولس نوروسله وال طالبان ټپيان شول.
پاى ذ