کابل، د سلواغې ۷ مه، باختر
د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي، چې په یاد ولایت د جنوبي زون په کچه د ۵ ولایتونو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د خوست لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل نعیم زي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه سیالۍ څو ورځې وړاندې د یاد ولایت په کوربتوب د والیبال ملي فدراسیون له لوري د ۵ ولایتونو ترمنځ د پل علم ښار په دولتي لوبغالي کې پیل شوې وې او پای لوبه کې یې د خوست ولایت لوبډلې و کولای شو د ۲ په وړاندې په ۳ سره د لوګر (بي) لوبډلې ته ماته ورکړي او بریا خپله کړي.
نعیم زي د یادو سیالیو موخه د جنوبي زون په کچه د نښتر په نوم ګډ ټیم جوړول او د غورو لوبغاړو ټاکل یاد کړ.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د لوګر په کوربتوب د څلور ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر په بریا پای ته رسېدلې وې.