نړۍ

نړيواله اټومي اداره: ايران په اټومي موافقه کې په خپلو ژمنو عمل کړى دى

تهران بي بي سي  باختر دکب دمياشتې  ٨  :
د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې په خپل وروستي رپوټ کې تائيدکړې ده چې ايران له نړيوالو قدرتونو سره په اټومي موافقه کې خپلې ژمنې عملي کړې دي.
د فرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې :
دغې ادارې په خپل هغه پټ رپوټ کې چې د فرانسې خبري آژانس ته رسيدلى دى؛   د ايران د اټومي ژمنو د څارنې له نتيجې څخه خوښي څرګنده کړې ده.
آژانس تائيدکړې ده چې ايران د اټومي موافقې د اجرا کولو له وخت څخه د آراک د درندو اوبو يا د يورانيمو د بډاي کولو د غير فعال ريکتور د جوړولو په لټه کې نه دى . سره له دې هم د رويټرز خبري آژانس هم خبر ورکړى دى چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې په خپل وروستي رپوټ کې ويلي دي چې ايران په يوه لنډه موده کې له خپل يوه ټاکل شوي اټومي محدوديت څخه سر غړوى دى.
د رويټرز په ليکنه: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې په رپوټ کې ويل شوي دي چې د ايران د درندو اوبو زيرمه دفبروري دمياشتې په ١٧ نيټه  په سلوکې لس دى چې  په اټومي موافقه کې له ټاکلې کچې څخه  يعنې له ١٣٠ټنو څخه يو څه زياته  ده. 
که څه هم له يوې لنډې مودې وروسته يو٢٠ ټني انډى د ايران  له درندو اوبو څخه وتلى دى  او د زيرمې کچه يې ټيټې کچې ته رسولې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته