روغتیا

په شپږو مياشتوکې په نشه يي توکو دپنځه سوه روږدوکسانو درملنه وشوه .

کابل باختر  د چنګاښ  يو ويشتمه

  دکابل په جنګلک  کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې  په دوه سوه بستريز روغتون کې په تيرو شپږو مياشتوکې په نشه يي توکو دنږدي پنځه سوه روږدو کسانو درملنه شوې ده .

 دغه کسان درواني روغتيا دمامورينو اوطبي ډاکترانو له خوا په دغه روغتون کې په څو دوروکې تداوي شوي او عادي ژوند او حالت يي غوره کړي دي .

 ددغه روغتون درواني روغتيا  دڅانګي  متخصص  او موظف ډاکتر  ناصر احمد خيرخواه دباختر اژانس خبريال ته وويل  په نشه يي توکو روږدي کسان يا په داوطلبانه ډول مراجعه کوي  اويا د امنيتي موظفينو له خوا له ښار څخه راتوليږي  او دغه روغتون ته راوستل کيږي .

 ده وويل هر روږدي  څلويښت ورځې په دغه روغتون کې تر تداوي او درملنې لاندې نيول کيږي چې په نشه يي توکو په  هر روږدي  پنځه سوه امريکايي ډالره لګيږي چې دعامې روغتيا ،  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي او دکورنيو چارو وزارتونو له بودجي  څخه ورکول کيږي .

  ډاکتر ناصر احمد خيرخواه  څرګنده کړه له بده مرغه  ځيني  روږدي کسان  چې روغتيا مومي بيا کور او عادي ژوندته  ستنيږي اوبيا  نشه يي توکو ته مخه کوي .

 ده دناوړه اقتصاد  ، ټولنيز حالت او هم دوزګارتيا په شان عوامل ياد کړل چې روږديدوته ددرمل شويو کسانو دبيا مخي کولو سبب کيږي .

 ډاکتر خيرخواه له ځوانانو څخه وغوښتل چې هلې ځلې وکړي او په نشه يي توکو له روږديدو څخه دډه وکړي   ځکه  روږدي کسان  نه يواځي د کورنۍ داوږو بار کيږي بلکي  په ټولنه کې  هم په سپکه سترګه ورته کتل کيږي .

  په جنګلک روغتون کې  يوه تن رضاکار دباختر اژانس خبريال ته وويل دى څلور کاله پرله پسي  په نشه يي توکو روږدي و خو له نيکه مرغه دخپلو دوستانو دهڅوني له امله يي په دغه روغتون کې درملنه وشوه او اوس هغه په دې سربيره چې ديوې ليسې په يوولسم ټولګي کې  خپلو  زده کړو ته دوام ورکوي په دغه روغتون کې په رضاکارانه ډول هم دروږدو کسانو په درملنه کې خدمت کوي .

 دغه ځوان څرګنده کړه  اوس دي دژوند په خوند پوه شوي چې نور ده ته څوک په بد سترګه  نه ګوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته