کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢١ :
د جمهوري رياست ويندوى ايمل فيضي په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونوپه عملياتوکې د ماشومانو د سر د زيان په باب دملګروملتو دسازمان وروستى رپوټ تائيدکړ.
دملګروملتو د سازمان په هغه رپوټ کې چې په دې وروستيو وختو کې خپور شوى دى؛ ويل شوى دى چې د امريکايي ځواکونوپه ځمکنيو او هوايي بريدونوکې په سلګونو تنه افغان ماشومان له منځه تللي دي اوپه سلګونو نور ماشومان ټپيان شوي دي.
ايمل فيضي چې په دې اړوند يې د باختراژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل: يوه جنجالي مسئله چې تل دکابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو د خرابوالى سبب شوې ده، د ايساف د ځواکونو په پوځي عملياتوکې د ملکي وګړو د سر د زيان موضوع ده .
د فيضي دڅرگندونوله مخې: دا يو تريخ واقعيت دى چې د تروريزم پرخلاف جګړه کې د افغانستان ښځې، سپين ږيرې او ماشومان قرباني شوي دي .
فيضي زياته کړه: دافغانستان جمهوررييس په وار وار ټينګار کړى دى چې تروريزم دافغانستان په کليو اوبانډو کې نشته، بلکې تروريزم افغانستان ته صادر شوى دى. که چيرې د تروريزم پرخلاف دجګړې متحدين غواړي چې افغانستان اوسيمه له تروريزم څخه وژغوري؛ د هغه د پيدايښت ځاى ، ملاتړيز سيسټم او د سمبالولو اوتمويلولو مرکزونو ته دې پاملرنه وکړي چې په مسلمه توګه دافغانستان په خاوره کې نه دي .
فيضي دغه راز طرحه کړه چې د افغانستان مشرتابه له خپلو نړيوالو متحدينو څخه په ډاګه غوښتې دي چې په هرې ممکنې وسيلې سره بايد په پوځي عملياتوکې دملکي وګړو د سر د زيان مخه ونيول شي ځګه دښځواوماشومانو په ګډون دملکي وګړو وژل، د دولت او خلکو ترمنځ واټن زياتوي او په حقيقت کې د تروريزم د پياوړتيا سبب کيږي .
1 1 دقیقه لوستل