کابل باختردتلي اتلسمه :
نورالحق علومي نن د روسيې له سفير سره په کتنه کې وويل: ملي پوليسو له اوسنيو امکاناتو څخه په استفادې سره له ډار اچونې، جنايي جرمونو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دکورنيو چارو وزير په دې کتنه کې د هغو بورسونو له امله چې د روسيې له خوا ملي پوليسو ته ورکړى شوي دي؛ قدرداني وکړه .
د روسيې سفير دغه راز ملي پوليسو ته د بورسونو په ورکولوکې ددغه هيواد د پاملرنې يادونه وکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ