نړۍ

سوريې په خپل فضايي جرم کې دترکېې دالوتکو الوتنې منع کړي

دمشق بي بي سي نيوز دتلې دمياشتې ٢٣ :
دسوريې حکومت ددغه هېواد په فضايي حريم کې دترکېې دمسافروړونکو الوتکو الوتنې منع کړي دي.
دسوريې دبهرنيو چارو وزير وويل چې دسوريې دپاسه دترکېې دالوتکو دالوتنومنع  کول دترکېې دحکومت له خوا دورته اقدام غبرګون دي .
دسوريې ددولت دغه تصميم له هغه وروسته اعلاميږي چې دترکېې حکومت دسوريې يو ه الوتکه چې له مسکوڅخه دمشق ته  روانه وه ناستي ته اړه کړه.
دترکېې حکومت په رسمي ډول دسوريې دالوتکو دلوتنې لپاره رسمي ممنوعيت نه دي اعلام  کړي خوويلي يي دي دالوتکو دبار په باب دشک په صورت کې هغوى ناستې ته اړه کړي.
دترکېې دمقاماتو دڅرگندونوله مخې دغه الوتکې دسوريې دولت ته پوځي تجهيزات ليږدول.
ديوبل خبرله مخې :دبشردحقوقو کتونکې سازمان په سوريې تورلګول شوي دي چې دملکي وګړو پرخلاف  دخوشه يي بمونو کارول يې زيات کړي دي.
دبشردحقوقو دغه مدافع سازمان وايي چې په اينترنت کې دخپرو  شويو فلمونو په کتلوسره دي نتيجې ته رسيدلي دي چې دتيري اوونۍ په بهيرکې څه ناڅه شل خوشه يي بمونه دسوريې په بيلابيلو سيمو کې کارول شوي دي اوشواهد اومدارک ښيې چې په تيرو اتلسو مياشتو کې دغه شان وسلې په سوريې درې ځلې  کارول شوي دي.
دبشردحقوقو کتوونکې وايي موجود فلمونه ددي ښکارندوى دي چې دسوريې  دولتي ځواکونه روسي وسلې کاروي .            
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته