کابل باختر د چنګاښ ۲ مه
د کونړ د شیګل ولسوالۍ په مادیش کې څلور داعشیان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر آژانس په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغو داعشیانو د کونړ په بېلابېلو سیمو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول، خو د حقیقت په درک کولو سره یې له جګړې لاس واخیست او تېره ورځ د شیګل ولسوالۍ په مادیش کې افغان ځواکونو ته تسلیم شول.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ