کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٤ :
په ننګرهار ولايت کې پرون د ايتلاف د قوتونو د بې پيلوټه الوتکې د هوايي ګوزارونو له امله د داعش د ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون په دغې ډلې پورې اړوند ١٩ تنه وژل شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ :
د ايتلاف د قوتونو بې پيلوټه الوتکې د ننګـــــرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د بازارپيخه او دمومند درې په ساحوکې د داعش د ډلې پټنځي بمباري کړل چې له امله يې د ساجد اورکزي او عمرخطاب په نامه د دوى د دوو قوماندانانو په ګډون ١٩ تنه داعشيان ووژل شول.
8 د یوې دقیقې څخه لږ