امنیت

دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عمليات کې طالبانو ته دسرزيان واوښت .

کابل باختردلړم شپږمه :
دملي اردو دځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دهيواد په  ځينو سيموکې ترسره شول  وسله الو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي  ددغه وزارت  دفاعي ځواکونو  دننګرهار ولايت داچين  ، دکاپيسا ولايت  د تګاب او اله ساى ، دغزني ولايت   داندړو ولسواليو  او دغزني  دمرکز  ،  دهرات ولايت  د پښتون زرغون  ولسوالۍ او ددغه ولايت  دمرکز ، دتخار ولايت دخواجه غار ،  دکندز ولايت  ددشت ارچي او ددغه ولايت دمرکز ، دفارياب ولايت دقيصار  او غورماچ ،  دهلمند ولايت دموسى قلعه ، سنګين ، کجکي او دنادعلي  دولسواليو  او دلښکرګاه ښار  په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې په بهير کې يې دښمن ته دسردروند زيان اوښتى دى  او يوشمير نور  ډار اچوونکي ټپيان شوي او دوسله والو طالبانو دډلې درې تنه قوماندانان نيول شوي دي .
په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله ، ددرندو وسلو مهمات اوپوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
په يوه بله خبرپانه کې ويل شوي دي چې دملي اردو  اووه تنه سرتيري  دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي دندو  دترسره کولو په بهير کې ددښمن  ددرندو وسلو  دډزو اودماين  دچاودنې له امله شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته