کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٩
دتخار ولايت په چاه آب ولسوالۍکې يو زرو دوه سوه کورنيو د اوبو د دريو بندونو په جوړولو سره دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه ګته واخسته. دتخار ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس رازمحمد فيض باختر آژانس ته وويل: د اوبو دغه بندونه دچاه آب ولسوالۍ دشاه درى ، مسجد سرخ ، او خورشيد قلعه په ساحو کې جوړ شوي دي.
د ده دڅرګندونو له مخې : د دغو بندونو له اوبو څخه يو زرو دوه سوه کورنۍ ګټه اخلي.
خبرځاى زياته کړه : دغه درې پروژې دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست له خوا د ډاکار موسسې په همکارۍ ديو سلو پنځه ويشتو زرو ډالرو په لګښت جوړى شوي دي .
دکليو دبياجوړولو او پراختيا د رييس دمعلوماتو له مخې : د اوبو هر بند د پنځه اويا مکعب مترو اوبو د زيرمه کولو ظرفيت لري.
دچاه آب ولسوالۍ د مسجد سرخ دساحې يو تن اوسيدونکى چې ددغې پروژې له اوبو څخه استفاده کړې ده ددغو بندونو دجوړولو په خاطر د ډاکار له موسسې څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل پخوا مواوبه د بشکو په واسطه له لرې واټن څخه ليږدولې او اوس چې دغه بندونه جوړ شول کولاى شو دلنډ واټن په وهلو سره دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه استفاده وکړو.
1 1 دقیقه لوستل