کابل باختردوري دمياشتې ٢٤
د هلمند ولايت مشرانو د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي ته په تېرو۱۲ کلونوکې هېواد او هېوادوالو ته د هغه د غوره خدمتونو له امله مننليک ورکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتردباخترآژانس ته خبرورکړ
په دغه مننليک کې چې پرون د هلمند ولايت د مشرانو په استازيتوب د سناتور ملا شير محمد آخندزاده له خوا د هېواد جمهوررئيس ته وسپارل شو، راغلي دي چې " د هلمند ولسونه د افغانستان لپاره ستاسو د واک په موده کې د ترسره شويو کارونو ستاينه کوي."
په مننليک کې په ملي او نړيواله کچه د آباد او سرلوړي افغانستان لپاره د جمهور رئيس حامدکرزي لخوا د شويو هڅو يادونه شوې او څرګنده شوې ده چې په دغه تاريخي واقعيت باندې هيڅکله هم څوک سترګې نه شي پټولای چې له پامه لويدلي افغانستان ته ستاسو د واک په دوران کې د نړيوالې ټولنې پاملرنه را واړول شوه او دغه هېواد يو ځل بيا د سيمې له هېوادونو سره سيال شو.
د هلمند مشرانو په خپل دغه مننليک کې له نړۍ سره د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت او پراختيا، د ملي ځواکونو د پياوړتيا، د پوهنې، لوړو زده کړو، بيا رغونې او په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د جمهوررئيس حامدکرزي د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو قدرداني کړې او ويلي يې دي چې ستاسو دغه زړه سواندې هڅې به د افغانستان په تاريخ کې په زرينو کرښو وليکل شي.
د دغه مننليک په پای کې د هلمند مشرانو جمهور رئيس حامدکرزي ته د لوی خدای(ج) له دربار څخه د بشپړې روغتيا او په هېوادنيو چاروکې د سترو برياوو هيله کړې ده.
3 1 دقیقه لوستل