امنیت

په زابل کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

ـ کابل/باختر/ د غبرګولي ۳۰ مه
د زابل په مرکز پورې اړوند کاکړانوکې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې له امله دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي وايي چې په نښته کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او زیات شمېر نور یې ټپيان شوي دي چې کره شمېره یې نه ده معلومه.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د تېرې شپې په نښته کې درې سرتېري هم شهیدان شوي او دوه نوريې ټپیان شوي دي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته