امنیت

يو قومى مشر ترورشو.

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
دغور ولايت يو قومى مشر دناپيژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو .
په دغه قومي مشر د شهرک ولسوالۍ په بازار کې يوې امنيتي قرارګاه ته څيرمه ديو يرغلګر له خوا ډزې وشوې.
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول پير محمد له باختر آژانس سره په اړيکه ددغه ولايت دقومي مشر سليمان ترور تاييد کړ او ويې ويل چې ددغې پيښې د عاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان ددغه قومي مشر دترور عاملين بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته