امنیت

دسمنګانو ولايت دژوندانه دچاپيريال ساتنې رياست دانګړ دډيوال دجوړولو کار پيل

کابل باختر دوږي  شپاړلسمه :
دڅه دپاسه  يومليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت دسمنګانو ولايت دژوندانه دچاپيريال ساتنې رياست دانګړ دډيوال دجوړولوکار نن پيل شو
دسمنګانوولايت  دمرستيال اختر محمد خيرزاد دژوندانه دچاپيريال ساتنې رياست دانګړ دديوال دبنسټ د ډبرې  د ايښودلو په وخت کې خبرې وکړې ويې ويل دغه ديوال به يوسلو  پنځه شپيته  متره اوږدوالي او درې متره لوړوالي ولري او په دوو مياشتو کې به يې کار بشپړ شي
ده زياته کړه دلنډ مهال حکومت په پيل کې  دسمنګانو څومحدودو سيمه ئيزو ادارو دولتي ودانۍ درلودې او نورو ټولو ادارو خپل  ټول کارونه په کرايي  کورونوکې ترسره کول خو له نيکه مرغه  نن  په سلوکې څه ناڅه اته نوي سيمه ئيزې ادارې دولتي ودانۍ لري او هلې ځلې  کيږي  نورو ادارو ته هم نوې ودانۍ جوړې شي  په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دژوندانه دچاپيريال ساتنې رييس عبدالهادي عزيزي وايي هغه ساحه چې اوس دايبکو دښاروالۍ له خوا دهغوى په واک کې ورکړ شوى دى ،  يونيم جريبه ځمکه ده او ټاکل شوې ده په راتلونکي کال کې دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې له خوا يې داداري ودانۍ دجوړولوکار هم پيل شي
ده وويل همدااوس دهغوى کارونه په يوه کرايي ودانۍ کې ترسره کيږي خو دنوې ودانۍ په جوړولو سره يې چې دژوندانه د چاپيريال ساتنې دملي ادارې دراتلونکي کال په پرمختيايي پروګرام کې ځاى  کړاى شوې ده ستونزې لرې کيږي .     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته