امنیت

وسله والو مخالفينو دتګاب ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .

کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ سخته جګړه دوام لري .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو باختر اژانس  ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ليکلي دي وسله والو مخالفينو نن سهار دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو او دملي اردو په پوستو ډله ئيز بريدونه وکړل چې ددغو پوستو دزړورو منسوبينو له سخت مقاومت سره مخامخ شول چې اوس هم په سيمه کې  جګړه دوام لري .
ددغو جګړو په بهيرکې  وسله والومخالفينو ته درانه مرګ ژوبله اوښتى دى چې شمير يې معلوم نه دى.
ديادونې وړ ده چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته