امنیت

په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو دسردروند زيان .

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دننګرهار ولايت دداعشيانو په سنګرونو دنويو هوايي او ځمکنيو بريدونو ډګر و .  دغه بريدونه دتيرو څلورويشتو ساعتو په بهير کې دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې  دداعشيانو په سنګرونو ترسره شول . لومړى بريد تيره شپه  په روداتو ولسوالۍ کې دداعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  باختراژانس ته وويل  چې په دې هوايي  بريدونوکې  اتلس تنه داعشيان ووژل شول . او دهغوى  د جنګي وسايلو  څو ډيپوګانې  هم له منځه وړل شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، شپاړلس تنه داعشيان دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې  ددوى په سنګرونو په هوايي بريدونوکې ووژل شول په دغو داعشيانو پرون ناوخته  کله چې  داچين ولسوالۍ  په ځينو سيموکې  ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و  بريد وشو .
دننګرهار دوالي وياند وايي چې په دې هوايي بريدونوکې  ديارلس تنه داعشيان ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې نهه تنه داعشيان دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې  دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول .
  په دغو داعشيانو کله چې  په تروريستي فعاليتونو بوخت و  هوايي بريد وشو
ويل کيږي په دې پيښو کې  سرتيرو او ملکي  وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  له بله پلوه ويل کيږي  چې  پوځيانو په ننګرهار ولايت کې دجلا جلا عملياتوپه بهير کې دډار اچوونکو دجنګي وسايلو  داوو ډيپوګانوپه کشفولو بريالي شول .
  دغه ډيپوګانې داچين ،  کوټ ، خوږيانيو او ددربابا په ولسواليو کې کشف او ترلاسه شوي دي .
دننګرهار ولايت يوپوځي مقام وايي له دغو ډيپوګانو څخه  په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته