کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
په کابل کې د ايټاليا سفارت پوځي اتشه وايي: هيواد يې د ملي اردو له پياوړتيا سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.
د ايټاليا پوځي اتشه بريد جنرال فراليا دافغانستان په لويديځ کې د ظفر قول اردو له قوماندان سره کتلى دى او د افغانستان دملي اردو جګړه ييزو پياوړتيا له امله يې خوښي څرګنده کړه او ډاډ يې ورکړ چې نړيواله ټولنه دملي اردو د پياوړتيا په خاطر خپلو مرستو ته دوام ورکوي .
دباخترآژانس دخبر له مخې: جنرال جاهد هم په دغه سيمه کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د ښو شرايطود برابرولو په لاره کې دملي اردو د زياتې تيارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په دغه حوزه کې د امنيت د تامينولو په لاره کې ترلاسه شوې نتيجې دافغانستان او نړيوالو امنيتي مسوولينو د همغږۍ زيږنده ده.
0 1 دقیقه لوستل