سیاست

حامد کرزي له زلمي خليل زادسره وکتل

کابل/ دسلواغې ۱۳مه /باختر
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یکشنبې په ورځ د
افغانستان د سولې لپاره د امریکا دمتحده ایالاتو له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي
خلیلزاد سره وکتل او د افغانستان د سولې پروسې په باب یې مفصلې خبرې وکړې.
دحامدکرزي ددفترمسوول باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ښاغلي راس ویلسن هم شتون درلود، ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې په پروسه کې له پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې د طالبانوله اسلامي تحریک سره هوکړې ته ورسېږي.
حامد کرزي د سولې په پروسه کې د ښاغلي خلیلزاد د هڅو ستاینه او ملاتړ وکړ او
سربېره پر دې چې په یاده پروسه کې یې د امریکا د هڅو پر لا زیات جدیت او
چټکتيا ټینګار وکړ، په هېواد کې یې د ملکي تلفاتو له زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه
څرګنده کړه او له امریکایي لوري یې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل پوځي
عملیات بند کړي.
پخواني جمهور رئیس همداراز هیله څرګنده کړه چې په هېواد کې تاوتریخوالی او زورزياتي پای ته ورسېږي اوډير ژر د سولې له روانو هڅو مثبته پايله تر لاسه شي.
پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته