امنیت

يو سړى خپلې لور د وژنې په تور ونيول شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨:
د بلخ ولايت پوليسوپرون يو سړي د خپلې لور د وژنې په تور ونيوه.
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري باخترآژانس ته وويل: قاتل چې په نشه يي توکي روږدى دى او رواني ستونزه هم لري؛خپله ٢٥ کلنه لور د چړې په ګوزارونو سره د خلم ولسوالۍ د زاړه ښار د جهانما بڼ ترشاه کوڅه کې وژلې ده.
د خلم ولسوال سيد اسرار ددغې پيښې په تاييدولوسره وويل چې دغه قاتل پخوا خپل يو زوي هم وژلى و او د بند له تيرولو وروسته په دې وروستيو وختوکې له څخه آزاد شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته