ټولنه

په کندز کې کابو څلور زره تنو په پياوړتيايي پروګرام کې نومونه ليکلي دي .

کابل باختر دچنګاښ اتمه :
دانتخاباتو لپاره دراى ورکونې دپياوړتيايې نوم ليکنې دپاى ته رسيدو په وروستۍ  ورځ ، دانتخاباتي کميسيون مسوولان وايي چې تراوسه پورې کابو څلور زره تنو په دغه ولايت کې نومونه ليکلي دي .
دکندز  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  دساحوي دفتر رييس نور الدين فطرت  دباختراژانس له سيمه ييز خبريال  سره په مرکه کې وويل چې دغه بهير دکلباد له نوې جوړې  شوې ولسوالۍ پرته چې دلرې والي په نسبت يې  د نوم ليکنې  مرکز نه درلود دغه بهير دکندز په مرکز او ټولو ولسواليوکې له کومې امنيتي او تخنيکي ننګونې پرته پرمخ لاړ .
فطرت  زياته کړه چې تراوسه پورې ددغه ولايت په کچه څه ناڅه څلور زره تنو نومونه ليکلي دي او ددغه بهير په وروستۍ ورځ کې به دمازيګر تر پنځو بجو پورې په ولسواليو کې او دماښام تر شپږ نيمو بجو پورې دکندز په مرکز کې دوام ولري . درايې ورکوونکو دپياوړتيا يي  نوم ليکنې بهير دغبرګولې  دمياشتې په اتلسمه نيټه پيل شوى و .
  ختم_شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته