امنیت

دداعش ډلې د ډار اچوونکو بريدونو درې تنه سازمان ورکوونکي ونيول شول

کابل باختر د کب  پنځمه :
دداعش دډلې  د ډار اچوونکو بريدونو درې تنه سازمان ورکوونکي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان چې دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې دغې ډلې ته دجنګي وسايلو دبرابرولواو ليږدونې مسوولين بلل شوي دي  نن په خوږيانيو ولسوالۍ کې ونيول شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل  چې دغه کسان  دځانګړو پوځي عملياتوپه بهير کې ونيول شول .
ده وويل  نيول شويو کسانو  دداعش ډلې ته  دجنګي وسايلو دبرابرولو او ليږدونې مسووليت درلود .
   څو ورځې مخکې هم  دداعش  دډلې  د ډار اچوونکو بريدونو دوه تنه سازمان ورکوونکي  په ننګرهار ولايت کې نيول شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته