کابل – د ثور ۶مه – باختر
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره، د ثور اتمه (د پنجشنبې ورځ) په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په خبرتیا کې لیکل شوي دي: “پنجشنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د ثور ۸مه، د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رمضان المبارک ۲۷مه چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د سپیڅلي جهاد د بریالیتوب له ورځې سره برابره ده؛ د هېواد د کار قانون له ۴۱ مادې سره سم په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
وهاج