سیاست

افغانستان د ايټاليا د مرستو د فهرست په لومړيتوب کې ځاى لري.

کابل باختر د وږي دري ويشتمه :
د ايټاليا د بهرنيوچارو وزارت معين د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له معين عبدالحي حيدر سره په کتنه کې څرګنده کړه چې افغانستان د دغه هيواد دپرمختيايي مرستو د فهرست  په لومړيتوب کې ځاى لري .
دبهرنيوچارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت معين په څه دپاسه يوه لسيزه کې په امنيتي، سياسي او انکشافي برخو په تيره بيا د هرات دهوايي ډګر په پراختياکې له افغانستان سره د ايټاليا د دولت دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او په راتلوونکي کې يې دافغانستان له دولت سره ددغو همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ .
دغه راز دايټاليا دبهرنيو چارو وزارت معين لپه پيستيلي په دې ترڅ کې چې دافغانستان  او ايټاليا ددولتونو ترمنځ دهمکاريو او د دوستانه اړيکو يادونه وکړه څرګنده چې افغانستان ددغه هيواد دپرمختيايي مرستو دفهرست په سرکې ځاى لري .
ده افغانستان ته دخپل هيواد دپخوانيو او اوسنيو صدراعظمانو او د دفاع د وزير سفرونه ددغو همکاريو په عملي کولو کې ارزښتناک وبلل .
په دې کتنه کې پيستيلي له  ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان له دولت اوخلکو سره دخپل هيواد دمرستو په دوام باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته