ټولنه

په باميانو ولايت کې دځمکې دادارې دودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
دباميانو ولايت دځمکې دادارې   دامريت دودانۍ  دبنسټ ډبره کيښودل شوه .
دباميانو والي محمد ظاهر زهير  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ودانۍ دباميانو ولايت په مرکز پورې اړوند په دره خشکک  ددلس جريبه  ځمکې په ساحه کې  جوړيږي او لګښت يې  دريو مليونو اووه سوه زرو  افغانيو ته رسيږي  چې دافغانستان دځمکې دخپلواکې ادارې  له پرمختيايي  بودجې څخه تمويليږي .
  زهير زياته کړه چې ددغې ودانۍ په جوړيدو سره دکاري  پلانونو او دندو دعملي کولو په لاره کې خلکو ته له پخوا زيات دکار او فعاليت ژمينه برابريږي .
دباميانو ولايت خلک او سيمه ئيزه اداره دځمکې دکمښت  له ستونزو سره  لاس اوګريوان دي .
دافغانستان دځمکې دخپلواکې ادارې  معين هم ژمنه وکړه چې ددغې پروژې  په پاى ته رسيدو سره ددغې ادارې داداري کمپلکس  هم ترلاس لاندې نيول کيږي او ددغه کمپلکس  په جوړيدو سره  چې ستر تالار سمبالې  او ستندر دې اداري خونې  په پام  کې نيول شوي دي دکاري او دفتري  امکاناتو او تجهيزاتو له امله  رامنځته شوې ستونزې لرې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته