کابل باختردمرغومي دمياشتې١٨نيټه :
د ننګرهار ولايت د ملي امنيت منسوبينو نن درې تنه د يوه صراف د وژنې په تور ونيول .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې، دغه درې تنه يې د وژنې ، ټپي کولو او غلا په تورنو نيولي دي.
خوږياڼي زياته کړه چې،دغه کسان دوه اوونۍ مخکې په جلال اباد ښارکې د صرافۍ يوه دوکان ته ننوتل صراف يې په ډزو سره وواژه او د دريو ښځو په ګډون يې پنځه تنه نور ټپيان کړل او د دغه صراف د پيسو له غلا کولو وروسته له سيمې څخه تېښته بريالي شوي وو. پاى ذکرالله