امنیت

په ننګرهار کې دبمي بريد له امله دپارلمان ديوه غړى ټپى کيدل .

کابل باختر د تلې  څلورمه :
په ننګرهار ولايت کې  دبمي بريد له امله دپارلمان يو غړى ټپى شو .
انجنير عبدالغفار له دريو تنو  ساتوونکو سره يې  نن له غرمې مخکې  هغه وخت ټپى شو  چې دسپرلۍ کاروان يې  په  ښخ کړى شوي بم وخوت .
درارسيدلو خبرونو له مخې ،  بم  دجلال اباد ښار  د عيدګاه په ساحه کې په سړک کې  ښخ کړى شوي و .  او په ولسي جرګه کې  دخلکو  ددغه استازي  دسپرلۍ دکاروان  دتيريدوپه وخت کې  له لرې واټڼ  څخه  وچول شو .
  دننګرهار ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ ،  چې په دې چاودنه کې دپارلمان غړى انجنير عبدالغفار له دريو تنو ساتوونکو سره يې  ټپى شوې دى .
  خبرځاى  وسله وال طالبان ددغه بمي بريد مسوول وبلل او ويې ويل  چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
  تراوسه پورې ددغه بمي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال  دمجلس ددغه استازي  روغتيايي حالت  مخ په ښه والي وباله او ويې ويل  چې دى  دجلال اباد ښار په مرکزي روغتون کې  تر درملنې لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته