امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په پکتيکا ولايت کې او ددغې ډلې يو قوماندان په هلمند ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي لومړي :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په پکتيکا ولايت  کې دملي اردو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې چې پرون دپکتيکا ولايت دزرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان او يوشمير يې له جنګي وسلو سره ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله او مهمات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې، دتروريستو  طالبانو يو قوماندان چې  دهلمند ولايت دناوي ولسوالۍ په زياترو ناامنيو کې رول درلودله دوو تنو ساتوونکو سره يې ووژل شو او له دوى څخه يوه اندازه سپکې او درندې سولې هم پاتې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته