کابل باختر د ليندى اتلسمه :
په ننګرهار ولايت کې دطالبانو په ډلې پورې اړوند يوه اندازه پاکستاني جنګي وسايل کشف شول .
ددغو جنګي وسايلو په تور دوه تنه ډار اچوونکي نيول شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې، دغه جنګي وسايل له پاکستان څخه ليږدول شوي وو او ددربابا ولسوالۍ بازار ته څيرمه کشف او ترلاسه شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې له دغو جنګي وسايلو څخه په لسګونو پيکا ، کلاشينکوفونه او پاکستاني تومانچې کشف او ترلاسه شوي دي .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ