امنیت

درې تنه امنيتي منسوبين له يوه ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې مدير نن له يوه ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې د مدير څارمن نظيف الله د سپرلۍ موټر پلخمري ته د ستنيدو په وخت کې د پلخمري- ايبکو د لويې لارې د پلخمري ښار اړوند د باغ شمال په ساحه کې په ماين وخوت.
بشارت زياته کړه: په دې پيښه کې د ترويزم پرخلاف د مبارزې مدير، د ده د سپرلۍ موټر چلوونکى او يو ساتوونکى ټپيان شول او رنجر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شو.
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست خبرې مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني وايي: د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى او ټپونه يې ژور نه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته