خبرونهاقتصادټولنهTOP

د قرغزستان یو شمېر پانګه والو د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا وښوده

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د قرغزستان له یو شمېر پانګه والو سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د یاد هېواد پانګه والو، د هېواد د کانونو په برخه د پانګونې لېوالتیا ښودلې او د پانګونې لپاره یې د زمینې او آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، هغوی ته ډاډ ورکړی چې د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې به هر ډ‌ول همکاري وکړي او په افغانستان کې د بهرنیو پانګه والو د پانګونې هرکلی کوي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرنیو پانګه والو، په بېلابېلو سکټورونو په تېره بیا د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته