سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف د خواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف
د خواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د هېواد د کوچیانو مشر الحاج سناتور جنت ګل خان تره خیل د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد الحاج سناتور جنت ګل خان تره خېل د هېواد یو مصلح او خیرخوا  شخصیت و او د خپل ثمر لرونکي عمر په اوږدوکې یې د وطن د خیر _ ښیګڼې لپاره ګټورکارونه کړي دي، بې شمېره جوماتونه یې جوړکړي او د وخت د حکومتونو په همکارۍ یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې یې د بې وزلو افغانانو لپاره د سرپناه د جوړولو زمینه برابره کړې ده . کارونه یې د قدر وړ او مړینه یې یوه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د تره خیلو خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته