امنیت

په فارياب يو ځوان په بېرحمانه ډول ووژل شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٨
يو شل کلن ځوان په بېرحمانه ډول په فارياب ولايت کې ووژل شو.
د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ سرپرست ميرويس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ځوان خيرمحمد نوميده او د بلچراغ ولسوالۍ د کوليان د کلي اوسيدونکى و.
دى وايي چې خير محمد تېرکال نږدې شل ورځې د وسله والو مخالفينوپه ليکو کې فعاليت کاوه او وروسته ايران ته تللى و چې په دې وروستيو وختوکې بېرته خپل کورته راستون شوى و .
ميرويس وويل چې دغه ځوان پرون کله يې چې غوښتل د جوزجان ولايت ته او يا هم بېرته ايران ته لاړ شي؛ د حاجي خداى نظر په نامه د وسله والومخالفينو د يو سرګروپ د افرادو له خوا ووژل شو.
د دغې وژنې علت او انګيزه لا تراوسه پورې روښانه نه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته