امنیت

يو قومي مشرنن د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په پکتيا ولايت کې شهيدکړاى شو

کابلباختر د سنبلي١٣
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باخترآژانس ته وويل: مقبل فضلي دپکتيا ولايت يو قومي مخور وچې نن له غرمې مخکې د دوو تنو ناپيژندل شويو موټرسايکل سپرو له خوا د احمد آبا ولسوالۍ د سليمان خيلو ښوونځي ته څېرمه په ډزو سره شهيد کړاى شو.
د اورياخيل دڅرګندونو له مخې: وسله وال کسان ددغه قومي مشر له شهادت وروسته له ساحې څخه تښتيدلي دي او پوليسو د هغوى د نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
ديادونې وړ ده چې مقبل فضلي يو قومي مشر او د سرحدونو او قبايلو د چارو د وزيرډاکتر محمداکرم خپلواک د تره زوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته