امنیت

درې ویشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د وري ۵ مه / باختر
په روزګان کې ۲۳ وسله وال طالبان په نویو نښتو کې ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول.
دغه نښتې تېره شپه هغه وخت رامنځته شوې چې د خاص روزګان او دهراوود ولسوالیو او د ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې د طالبانو پر کاروانونو او غونډو هوایي او ځمکني بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دغو جګړو کې ۲۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ۲۶ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته