امنیت

نوي تنه بنديان دهرات ولايت له جيل څخه ازاد شول .

کابل باختر دثور دري ويشتمه :
نوي تنه بنديان پرون دهرات ولايت له مرکزي جيل څخه ازاد شول .
  دغه بنديان دثور داتمې نيټې په مناسبت  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دفرمان له مخې  له جيل څخه ازاد شول .
دهرات ولايت دعمومي جيل  آمر، عبدالمجيد صادقي باختراژانس ته وويل چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  دفرمان له مخې څه دپاسه نوي تنه بنديان له بند څخه ازاد شول.
دده دڅرګندونوله مخې، زياتره کسان چې  له دغه جيل څخه ازاد شوي دي په جلا جلا  جرمونو په جيل کې  شپې سبا کولې .
دهرات دجيل رييس وويل  چې دهرات ولايت په جيل کې څه دپاسه درې  زره تنه بنديان  دي .
په داسې حال کې چې په دغه جيل کې دوه زره تنه ځاييږي .
دهرات ولايت جيل  په کابل کې دڅرخي پله له جيل څخه وروسته  په هيواد کې ډير لوى جيل دى .
صادقي  زياته کړه چې ټاکل شوې ده دبنديانو دستونزو دله منځه وړلو لپاره په دغه ولايت کې يو نوى جيل جوړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته