سیاست

د بهرنيو چارو وزارت د چابهار د موافقه ليک لومړۍ غونډه بريالۍ وبلله

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١
د چابهار ترانسپورتي او ترانزيتي موافقه ليک د افغانستان، ايران او هند په لومړۍ تخنيکي غونډه کې وڅيړل شو.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه د روان کال د وږي د مياشتې په ٣١ نيټه د دغو دريو هيوادونو د بهرنيو چارو او ترانسپورت د وزارتونو د عمومي رييسانو او د کارپوهانو په کچه د ايران د اسلامي جمهوريت د لارو او کور جوړولو د چارو د وزارت په کوربه توب د موافقه ليک د متن د بشپړولو، د عالي شورا او د څارنې کميټې د عالي شورا د جوړولو، د موافقه ليک د څارنې او د دغې پروژې د پرانستلو د څرنګوالي په باب د خبرو په مقصد په تهران ښارکې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغاني هيئت مشرتوب د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو رييس وحيد الله ويسي په غاړه درلوده.
د چابهار موافقه ليک له ٢٠١٢ م کال څخه را په دې خوا د اړوندو هيوادونو د مقاماتو له خوا وڅيړل شو او په کابل کې د ريکا د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په شپږم کنفرانس وپتيل شوه چې دغه موافقه ليک ډير ژر بشپړشي.
د چابهار بندر د ښه موقعيت له پلوه د سيمې هيوادونو ته زيات اقتصادي ارزښت لري.
ددغه موافقه ليک په لاسليک کولو سره په بيلابيلو برخو او په تيره بيا د واټونو ، د اوسپنې پټلۍ، د سوداګرۍ د نامطلوب حالت او د ويزې ستونزې به لږې شي.
د تهران په غونډه کې پريکړه وشوه چې راتلوونکې غونډه د چابهار د موافقه ليک د بشپړولو په مقصد د هندوستان په ډيلي ښارکې جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته