ښوونه او روزنه

دبلخ ولايت دپوهنې په رياست کې دپنځوسو زرو تنو نويو زده کوونکو جذب .

کابل باختر د کب  دولسمه :
دبلخ ولايت دپوهنې مسوولين وايي  د راتلوونکي تعليمي کال لپاره يې نجونو اوهلکانو په ګډون څه دپاسه پنځوس زره تنه نوي زده کوونکي جذب کړي دي او دغه راز زر تنه نوې ښوونکي دبلخ ولايت په څوارلسو ولسواليو کې دمسلکي ښوونکو دکمښت دلرې کولو په خاطر جذبوي .
دبلخ ولايت دپوهنې رييس مولوي عبدالعزيز چې په مزارشريف ښار کې يې ديوه خصوصي  ښوونځي دپرانستلو په غونډه کې  خبرې کولې وويل په دغه ولايت کې نږدې څلويښت  خصوصي ښوونځي فعاليت کوي چې ټول يې دپوهنې وزارت دقوانينو او مقرراتو له مخې دماشومانو د روزنې په لاره کې هلې ځلې کوي.
ده دهېواد دبچيانو په روزنه او پالنه کې دخصوصي ښوونځيو رول ګټور وباله خو خبر دارى يې ورکړ چې دپوهنې رياست څارونکي او مسوولين تل دخصوصي ښوونځيو په څيړنه اوکنترول بوخت دي  په هغه صورت کې چې له ژمن ليک  او دپوهنې وزارت له لارښوونو سرغړونه وکړي ددغو ښوونځيو  دروازې به  وتړلې شي .  دپوهنې رييس وويل :په نوي تعليمي کال کې ټاکل شوې ده  څه دپاسه پنځوس زره تنه نوي زده کوونکي جذب کړي او دمسلکي ښوونکو دکمښت دلرې کولو په خاطر ټاکل شوې ده دبلخ ولايت په  څوارلسو ولسواليو کې زر تنه ښوونکي دقراردادي او اجيرو ښوونکوپرځاى جذب کړي .
خو داپه داسې حال کې ده چې نوي او مسلکي ښوونکي لرو پرتو سيمو ته له ورتګ څخه ډډه کوي چې دغه مسئله دانديښنې وړ ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته