ښوونه او روزنه

قرارداد لاسليک شو

کابل باختر دمرغومي لسمه :
د اداري فساد په باب د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو ته د پوهاوى د ورکولو د دويم پړاو قرارداد نن د پوهنې د وزير فاروق وردګ او له اداري فسادسره د مبارزې دعالي ادارې د لوى رييس غلام حسين فخري ترمنځ لاسليک شو.
دباخترآژانس دخبر له مخې: ددغه تړون له لاسليک کولوڅخه مخکې دپوهنې وزير د ادارې فساد د زيانونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: ددغه پروګرام لومړى پړاو د ثور د مياشتې له اوولسمې نيټې څخه پيل  او د روان لمريزکال دلړم دمياشتې تر شپږو يشتمې نيټې پورې کار يې پاى ته ورسيد او اوس دويم پړاو يې چې يوکال دوام کوي؛ددغه قرارداد په لاسليک کولو سره پيليږي.
  دپوهنې وزير زياته کړه: دغه وزارت هلې ځلې کړې دي چې د دغې ناوړې پديدې چې د مدنيتونو او پرمختګ سبب هم کيږي؛ د مخنيوي په مقصد زياتې لارې چارې عملي کړي.
دغه راز له اداري فساد سره دمبارزې عالي ادارې لوى رييس غلام حسين فخري له عدلي او قضايي ارګانونو اوجګپوړو دولتي مقاماتو څخه وغوښتل چې د فساد دکمښت او د هغه د جرړلو د ايستلو په خاطر يو ځاى  شي  او له دغې ادارې سره لازمه همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته