کابل باختر دکب دمياشتې ١٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس نن د مارچ د اتمې د ښځې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسموکې د ښځو دحقوقو دتامينولو اوهغوى ته دښو خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې دافغانستان د دولت دنويو ژمنو خبرې وکړې.
دباخترآژانس د خبرله مخې:
دهېواد جمهور رييس محمداشرف غني چې په کابل کې دمارچ د اتمې د ښځې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسموکې خبرې کولې؛ ټينګار وکړ چې دافغانستان دولت به د ښځو د حقوقو د تامينولو په لاره کې له زيات جديت څخه کار واخلي .
ده وويل: بايد د افغانستان د ښځو په ژوندانه کې مثبت بدلون رامنځته شي او دولت به په دې لاره کې اوچت ګامونه واخلي .
جمهور رييس په هېوادکې افغان ښځو ته د ښځو د لومړني پوهنتون د جوړولو خبر ورکړ.
ده وويل: يوازې د ښځو د چارو وزارت د ښځو د حقوقو د دفاع مسوول نه دى؛ بلکې هره اداره مسووله ده چې د ښځو د حقوقو دفاع وکړي او بايد په دولتي اداروکې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى شتون ونلري .
دغه راز جمهور رييس غني دښځو دشرعي حق په دفاع کې وويل: د افغانستان دولت د ښځو د دغه حق ملاتړ کوي او د هغوى دشرعي حقوقو دتامينولو په لاره کې به اقدام وکړي.
ده راز وويل: افغان ښځو ته دې بايد د دوى شرعي ميراث ورکړاى شي او موږ هلې ځلې کوو چې افغان ښځو ته اختصاصي روغتون جوړکړو.
د ښځو د شرعي حقوقو د تامينولو او هغوى ته د اختصاصي روغتون دجوړولو په باب دجمهور رييس خبرې په داسې حال کې کيږي چې د افغانستان په دوديزه ټولنه کې په ميراث کې دښځو په حقوقو اودهغوى په نورو شرعي حقوقو سترګې پټيږي .
دغه راز افغان ښځې د خدمتونو دترلاسه کولو په لحاظ په ښه حالت کې نه دي خو دجمهور رييس غني څرګندونې کولاى شي په هېوادکې د ښځو د حقوقو د تامينولو لپاره هيلې پياوړې کړي.
په دې غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام د اجراييه رياست د ټولنيزو چارو دسلاکارې ډاکترې حبيبې سرابي له خوا ولوستل شو چې په هغه کې په لوړو حکومتي پستونوکې دښځو دګډون دکچې په لوړوالي، دليک لوست د زده کړې دکچې په لوړوالي او د ښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره د مبارزې د کچې د لوړولو په باب د ملي وحدت د حکومت په ژمنو باندې ټينګار شوى و.
په دې غونډه کې دهېواد لومړۍ ميرمنې، دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي، د ښځو د چارو وزارت سرپرستې مژګان مصطفوي او د دغه وزارت مشرتابه هيئت او دښځودحقوقو فعالانو اودمدافعو بنسټونو استازو ګډون کړى و.
0 2 دقیقې لوستل