اقتصاد

۲۰زره تنه کارګر د کابل ښارد اورښت اوبو د مدیریت کولوپه پروژه کې په دندو ګمارل شوي

کابل / د غبرکولى ٢مه / باختر
۲۰زره تنه کارګر د کابل ښارد اورښت اوبو د مدیریت کولو پروژه کې په دندو ګمارل شوي
دا پروژه چې د کابل ښار د سطحي اوبو د مدیریت، ښه چاپیریال رامینځته کولو، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو او کاري بوختیا په ځانګړي ډول د قرنطین په ورځو کې د کابل ښار لاسي پلورونکو او کسب ګرو ته چې خوندي چاپیریال کې کار کولو ته اړتیا لري په لاره اچول شوې او تر اوسه د ۴۱زره کارګرو له ډلې نږدې ۲۰زره تنه ېې په کار ګمارل شوي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي اقتصادي شورا د پریکړې سره سم د کابل ښار د اورښت اوبو مدیریت کولو پروژې مسئولیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی، خو مالي لګښت ېې چې له ۱۲میلیاردو څخه ډيرې افغانۍ کېږي د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له طریقه د دولت له اختیاري پراختیايي کوډ څخه ورکول کېږي.
په دې پروژه کې د ښار د سطحي اوبو د راړولو په موخه تر دې دمه له ۱۴۰۷۰۰ څخه ډيرې وړې کندې کېندل شوې او د اوبو جذبولو او خوندي کولو ۱۷ کوچني بندونه تر کار لاندې دي چې یو کال به وخت ونیسي.
ددې پروژې په دوهم پړاو کې د شین چاپیریال او ځنګلونو د رامنځته کولو په موخه ۱۳ میلیونه نیالګیو کېنول په پام کې نیول شوي چې د پالنې او ساتنې په برخه کې به ېې زرګونه کسان په کار بوخت شي.
د یادونې وړ ده چې دا کارګر د کلیو او ګذر د وکیلانو له خوا ټاکل او د ملي پراختیا شرکت له خوا په کار ګمارل کېږي.پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته