کابل باختر د تلې ۱۱
په غور ولایت کې یو سړی پرون د خپل ورور له خوا ووژل شو.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې عبدالله د غور د دولینې ولسوالۍ د چقابه چهارجوب اوسیدونکې و چې د خپل ورور له خوا یې د کلاشینکوف په ډوزو سره ووژل شو .
ده زیاته کړه چې دغه پیښه د طالبانو د واکمنۍ په سیمه کې شوې ده او د وژنې علت او انګیزه تر اوسه پورې نه ده معلومه.
پای / سعیده