سیاست

د مشرانو جرګې غونډه وکړه

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٤نېټه
د مشرانو جرګې د ریيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ  نن په عمومي غونډه کې د دوه عنوانه تقنيني فرمانونو د تصويب سربېره د هېواد د روانو مسايلو په اړوند نظريې وړاندې شوې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د شکنجې د منع قانون په اړه تقنيني فرمان او د ياد فرمان لومړۍ ګڼه ضميمه چې په کمېسيونونو کې تر څېړنې لاندې نيول شوی وو، د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون د ریيس اوغړو له خوا وړاندې او تصويب شو او هم د افغانستان په هوایی قلمرو کې د بهرنيو دولتونو د پوځي هلیکوپترو او الوتکو د الوتنو د تنظيم قانون په اړه تقنيني فرمان د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون د ریيس او غړو له خوا وړاندې او د رايو په اکثريت تصويب شو.
د غونډې په آزادو بحثونو کې يو شمېر سناتورانو کابل ته د ملګرو ملتونو د سازمان د امنيت شورا د پلاوي راتګ په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د ټینګښت په موخه يو مناسب فرصت وباله او د نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت د برحقه غوښتنو مطرح کول يې وګڼل او ويې ويل:اړتيا شته چې د هېواد دولتي چارواکي له دې طلايي فرصت څخه ګټوره استفاده وکړي او ياد پلاوى ته قناعت ورکړي چې د تروريزم اصلي ځالې د پاکستان خاوره کې دي او ترهګرې ډلې د ياد هېواد لخوا تمويل او سمباليږي چې بايد دې لوبو ته د پاي ټکې کيښودل شي او هم د هېواد په دننه کې د تروريزم د پراخوالي مسله او دې سره ټینګه مبارزه په هر اړخيزه توګه له دوی سره شريکه کړاى شي، تر څو په افغانستان کې رښتيني سوله او ټيکاو را مینځ ته شي.
په غونډه کې سناتورانو د جمهور ریيس او اجرايېه ريېس څخه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کميشنر په توګه د سيد حفيظ الله هاشمي د انتخاب له امله مننه څرګنده کړه او ويې ويل، د مشرانو جرګې د دارالانشا لوی ریيس سيد حفيظ الله هاشمي یو پیاوړی مدیر،وتلې څېره او ملي شخصيت دې چې هیله کیږي د ده په انتخاب سره راتلونکې ټاکنې په خپل وخت په شفاف ډول ترسره،د ټاکنيزو کمېسيونونو تر منځ اړيکې ښې اوهم د خلکو بې باورۍ چې د انتخاباتو پر وړاندې يې درلودې؛حل کړای شي او آن ځينو سناتورانو هيله څرګنده کړه، که چېرې سيد حفيظ الله هاشمي چې يو باتجربه شخص اوکارپوه مدير دې د کمېسيون مشر شي، شته ستونزې به تر يو بريده پای ته ورسيږي.
دغه راز په غونډه کې د مجلس يو شمېر غړو د جمهور ريېس د خبرو په اړه چې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو اکاډمۍ د افسرانو فراغت غونډه کې يې کړې وې،غبرګون وښود او ويې ويل، که چېرې عدالت او روڼوالي د حکومت په ټولو برخو کې شتون ولري هيڅکله به دخلکو استازي مجبور نه شي چې د خپلو موکلينو د ستونزو د حل په موخه دولتي ادارو ته مراجعه وکړي.
دوى زياته يې کړه چې د قانون سره سم د خلکو استازي حق لري چې د خپلو موکلينو ستونزو ته رسيدګي او د حکومت کړنو څخه څارنه وکړي خو يو شمېر نورو د هېواد د جمهور ريېس له خبرو څخه ملاتړ اوهرکلی وکړ او زياته يې کړه چې د اداري فساد سره د مبارزې او ناوړه ګټې اخيستنې په موخه اړتيا شته چې مقررۍ د قانون سره سمې ترسره شي او اجازه ورنکړل شي چې د ملي شورا ځينې غړي او بانفوذه کسان په ګمارنو کې لاسوهنې وکړي.
د کابل ګارنيزون قومانداني د ملي شورا غړوته ته د مزاحمت رامنځته کول، د افغانستان د جمعيت اسلامي د رهبري شورا غړى مرحوم استاد محمد نسيم فقيري روح ته دعا او کورنۍ ته يې د ډاډګېرنې څرګندول، د دولت مخالفانو سره د افغانستان د حزب اسلامي د سولې طرحې څخه هرکلی چې ټاکل شوې په ترکيې هېواد کې په لاره واچول شي، د ډيورنډ کرغېړنې کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن تار د غځولو څخه د ممانعت په موخه د دولت د مخالفانو په ګډون د کونړ ولايت د خلکو د مقاومت څخه هرکلی، زندانونو څخه د حزب اسلامي اړوند د پنځه اويا زندانيانو خوشي کېدلو باندې ملاحظات او د نورو زندانيانو د حقوقو تر پښو لاندې کول، د بهرنيو اسعارو د لوړېدو په نسبت د لومړنيو توکو د بيو لوړوالی د ستونزو په حل ټينګار، اوسنيو شرايطو کې د هويت څخه د دفاع د جبهې د جوړېدو په موخه يو شمېر افرادو باندې نيوکه او د اړوندو ارګانونو له خوا د دې موضوع په اړه پرڅېړنو ټينګار، د پاکستان د کرکټ ټيم پر وړاندې د هېواد د کرکټ د نولس کلنو ملي ټيم د برياليتوب څخه يادونه اومبارکي، د ملي سرود د غږېدو په وخت د قانوني ودرېدو طرز څخه د هېوادوالو له پاره په پوهاوي ورکولو ټينګار، د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پاڅون کوونکو څخه د ديارلس تنو د وژنې په خاطر په امريکايي پوځيانو باندې نيوکه او د مسوولو ارګانونو له خوا د يادې پېښې په جدي څېړنه ټينګار، د ولسي جرګې له خوا د ملي بودجې د نه تصويب څخه د اندېښنې څرګندول، د معلوليت لرونکو اشخاصو د ستونزو د څېړنو په موخه د مشرانو جرګې د ريېس او لومړي نايب څخه د قدردانۍ څرګندول،د پوليسو د اعاشې د ستونزې په حل ټينګار، د لوى څارنوال او مرستيالانو د کړنوڅخه د تقدير وړانديز او ځينې نور مسايل وو چې د غړو په آزادو بحثونو کې مطرح شول.
د آزادو بحثونو په پای کې چې د غونډې رياست د جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار په غاړه درلود د ننګرهار ولايت د اچين او د فراه ولايت د بالابلوک پېښو د قربانيانو له کورنيو سره د غم شريکۍ د څرګندولو تر څنګ د کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل، څو دغه موارد وڅيړي او هم يې د استاد محمد نسيم فقيري دجمعیت اسلامی ګوند درهبری شورا غړي د مړيني له امله د لغمان ولايت خلکو ته ډاډګېرنه څرګنده کړه او د مرحوم څخه يې د علمي څیرې په توګه يادونه وکړه.

لومړي نايب زياته کړه، داسي طرحه دې جوړه شي چې هيچاته د غير قانوني مقرريو اجازه ورنه کړل شي او حکومت دي خپله هم په ګمارلو کې رښتيني شايسته سالاري رعايت کړي
محمد علم ايزديار څرګنده کړه چې د بلخ ولايت په اړه خبرې روانې دي، هيله ده چې اوسني وضعيت ته په کتو سره په معقول ډول ورته لاسرسي وشي او زياته يې کړه هر اقدام چې د سولې او امنيت د ټینګیدو سبب شي د خلکو دملاتړ وړ دی او هيله کيږي چې حکومت او د سولې عالي شورا په لازمې همغږۍ د قضاياو په جريان کې ښکېله وي.
لومړي نايب د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د غړي په توګه د مشرانو جرګې د دارالانشا دلوی رييس سيد حفيظ الله هاشمي ګمارنې له امله مبارکي وويله او ياد اقدام يې پر ځاي او غوره وباله او د سيد حفيظ الله هاشمي، مرستيالانو او د دارالانشا د لوی رياست د ټولو کارکوونکو له کړنو او هڅو څخه یې مننه څرګنده کړه.
ايزديار کابل ته د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا د پلاوي راتګ څخه هرکلی وکړ او له حکومته یې وغوښتل تر څو واحد سياست خپل او له دې فرصت څخه لازمه ګټه واخلي او له دي لارې ټول امنيتي مسايل او د پاکستان د لاسوهنو موضوع د امنيت شورا لو ړپوړو مسوولينو ته انتقال کړي، په پاي کې یې د پاکستان پر وړاندې د هېواد د کرکټ دنولس کلنو د ټيم بريا وستایله او په راتلونکو لوبوکې یې ورته د نورو برياليتوبونو هيله وکړه.

همدا راز په غونډه کې د اجندا سره سم د روان تقنیني کال د دویم اجلاس رپوټونه غونډې ته وړاندې شول چې د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون رپوټ د سناتور ګل احمد اعظمي، د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون کاري رپوټ د سناتور محمد رحيم حسن يار، د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون رپوټ د سناتورې عزيزې مصلح او د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون رپوټ د سناتور محمد عثمان رحماني له خوا وړاندې او ټاکل شوې د يادو کمېسيونونو تفصيلي رپوټ سبا شپه د مشرانو جرګې د کمېسيونونو په خبرونو کې خپاره شي.پاى_ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته