امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دليندي شلمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون د هيواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي ځواکونو د يولړ چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات دهلمند، پکتيا، پکتيکا، غزني ، زابل، بلخ، سرپل ، کندز او دننګرهار دولايتونو په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه دپاکولوپه مقصد ترسره شوي وو چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اتلس تنه نور وسله وال طالبان ونيول شو ل.
  د يو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې يو شمېر ډول ډول وسلې اومهمات هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته