امنیت

د طالبانو د ليزري قطعې دوه غړي په بغلان کې ونيول شول

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د بغلان د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې پوليسو د وسله والو طالبانو د ليزري قطعې دوه جګپوړي غړي چې په بغلان – کندز او بغلان – سمنګانو لويو لارو کې په دولتي ضد فعاليتونو بوخت وو، نن د دغه ولايت په خنجانو ولسوالۍ کې ونيول.
د بغلان پوليسو وياند احمد جاوېد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شوي کسان د خوست اوسېدونکي او په بغلان کې د وسله والو طالبانو د ليزري قطعې جګپوړي غړي دي چې يو يې نوى د خوست د صبريو لپاره د طالبانو ولسوال او د دغې ډلې پوځي مسوول ګومارل شوى دى.
د بشارت د څرګندونو له مخې؛ نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې د بغلان- کندز او بغلان- سمنګانو د لويو لارو په تګلوري کې يې پر امنيتي پوستو او قرګاوو په ډله ييزو بريدونو کې لاس درلود.
د يو بل خبر له مخې:
د بغلان امنيه قوماندان سيد اشرف سادات د دغه ولايت د پلخمري – دوشي لويې لارې امنيتي پوستې ولیدلې.
بشارت وويل: د دې ليدنې موخه په پلخمري- دوشي لويه لاره کې د امنيتي پوستو د غړو د روحیې پياوړي کول دي.
سادات په بغلان لويه لاره کې د زياتو امنيتي پوستو د جوړولو ژمنه وکړه او د لويو لارو د امنيت تامينول يې د خپلو کارونو لومړيتوب وباله.
د بغلان امنيه قوماندان له پوليسو سره د خلکو د همکارۍ پر ارزښت او رول ټينګار وکړاو د سيمې له اوسېدونکو څخه يې وغوښتل چې د مشکوکو فعاليتونو په ليدو سره ژر تر ژره نږدې امنيتي پوستې ته خبر ورکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته