ښوونه او روزنه

د پوهنې مينه والوته د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د معينيت خبرتيا !

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
د پوهنې مينه والوته د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د معينيت خبرتيا !
دکابل ښار ټولو اوسيدونکو ته خبر ورکول کيږي چې د ړندو مسلکي ليسه د ١٣٩٣کال لپاره هغه ړانده نارينه او نجونې چې عمر يې له اووه کلنى څخه تر ١٢کلنى پورې وي؛ د نويو زده کوونکو په توګه مني. زده کوونکو ته دغرمې ډوډۍ پخيږي .
د زده کوونکو ترانسپورت دليسې د ترانسپورت په واسطه ترسره کيږي. په دغو شرايطو برابر ړانده کولاى شي له خپلو څلوروعکسونو سره د نوم ليکنې لپاره د ړندو دمسلکي ليسې ادارې ته ورشي.
پته: د دارالمان سړک، دسناتوريم تمځاى، دکيور نړيوال روغتون ته څېرمه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته