سیاست

دبهرنيو چارو وزارت دافغانستان له حکومت سره دطالبانو دمستقيمو خبرو هرکلي کوي .

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دبهرنيو چارو وزارت  دطالبانو  دډلې  له استازو سره  دافغانستان  دهيئت  دلومړنيو مستقيمو خبرو  هرکلي کوي  او هغه  په هيواد کې سولې ته درسيدو لپاره  يو ګام بولي .
  پرون  دافغانستان له لورې يو هيئت په دې  غونډه کې ګډون وکړ .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند  دڅرګندونوله مخې،  دبهرنيو چارو وزارت  سياسي معين  حکمت خليل  کرزي  او دسولې  دعالي شورا غړى حاجي دين محمد ددغه هيئت په ترکيب کې  شامل دي . خو  دطالبانو داستازو په باب  چې په دې غونډه کې ګډون لري  څه نه دي ويل شوي  .
دبهرنيو چارو وزارت وياند شکيب  مستغني  نن په يوه خبري غونډه کې وويل  چې  دا دافغاني هيئت  او دطالبانو  دډلې  داستازو ترمنځ لومړى  مستقيمې خبرې دي .  او ددغه بهير هرکلي کوي  او هيله لري چې  د غه خبرې  دهغه بهير  پيل وي  چې په هيواد کې دهميشني سولې  سبب شي .
   ده زياته کړه  دسولې په بهير کې  دښکيلو لورو اراده  مهمه ده او هيله لري  چې دغه خبرې په ښه نيت او غوڅوالي سره  دوام ومومي .
  دبهرنيو چارو وزارت وياند وويل  چې دطالبانو  او دافغانستان  دحکومت  دهيئت ترمنځ  دخبرو بل پړاو ټاکل شوې ده  دروژې  له مبارکې مياشتې وروسته  ترسره شي  خو لاتراوسه پورې ددغو خبرو ځاى  او دقيق وخت معلوم نه دى .
  په کابل کې  دپاکستان سفارت هم  ديوې اعلاميې  په خپرولو سره  ويلي دي  چې دپاکستان حکومت  دافغانستان دحکومت  او دطالبانو دډلې داستازو ترمنځ دمستقيمو خبرو  کوربه دى .
ويل شوي دي  چې دافغانستان هيئت  دغه خبرې  رهبري کوي  او پاکستان  يوازې  ددغه بهير  زمينه برابره کړې ده .
  په اعلاميه کې ويل شوي دي  چې په دې غونډه کې برخه وال  په افغانستان  او سيمه کې  د دايمي سولې  دتامينولو  دلارو چارو په باب  ټينګار کوي او په دې بهير کې  دصادقانه همکاري  ژمنه کړې ده .
  اعلاميې  دغه راز زياته کړې ده  چې دواړو لورو  دسولې دخبرو  دپراختيا  په مقصد  دباور  دفضا  دبرابرولو  لپاره  داقداماتو په پراختيا باندې تينګار کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته