سیاست

جمهور رئیس غني د کانکور مخکښان وستایل

کابل_باختر د زمري د مياشتې١٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کانکور مخکښانو سره په کتنه کې هغوی وستایل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبداللطیف روشان  او د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي هم حضور درلود، په پیل کې د کانکور یوې مخکښې مرسل له جمهوررئیس څخه د دوی د هڅونې او د لوړو زده کړو وزارت او د کانکور ازموینې کمېټې څخه د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د شفافیت رامنځته کولو له امله، مننه وکړه.
نوموړې له جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن څخه وغوښتل، چې د نجونو ښوونې او روزنې په ځانګړي ډول د لیلیو او ټرانسپورت د اسانتیاوو رامنځته کولو ته پام وکړي.
مرسل  جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل: تاسې مونږ ته انګېزه راکوئ چې خپل هېواد او خلکو ته لا ډېر خدمت وکړو.
وروسته د کانکور یو بل مخکښ اختر محمد خبرې وکړې او له دې امله یې له جمهوررئیس څخه مننه وکړه چې هغوې یې خپل حضور ته ومنل. هغه وویل، زه ډاډه یم چې هيواد د قانونمند کېدو لور ته روان دی.
هغه د جمهوررئیس له ملاتړ څخه مننه او د بورسونو وېش ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، لوړو زده کړو وزارت د شفاف کانکورپه اخیستلوسره د دغه بنسټ قانونمندي وښوده.
وروسته جمهوررئیس غني وویل دا بریا دې تاسې، ستاسې کورنیو او همزولو ته مبارک وي.
هغه زیاته کړه، د کانکور پروسه کې روڼتیا زموږ له ژمنو څخه یوه وه چې دغه په فساد ککړسیستم په شفاف او باورمند سیستم بدل کړو.
جمهوررئیس وویل: اوس د کانکور پروسه کې اصلاحات راغلي، د هېواد پوهنتونونواو د لوړوزده‎کړو په نورو بنسټونو کې هم د اصلاحاتو راوړلو اړتیا ده. هغه ټينګار وکړ چې د لوړو زده‎کړو سیستم باید په بنیادي ډول تغییر وکړي.
محمداشرف غني څرګنده کړه، د تحصیلي بورسونو د وېش پروسه باید د باور وړ وي او د دې برخې ستونزې لیرې شي.
جمهوررئیس وویل، د ټولنې قانونمند کېدو او د مساوات ایجاد کې د نجونو په زده کړه او لوړوزده‎کړو پانګونه موږ ته مهمه ده.
د دې کتنې په پای کې جمهوررئیس غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د کانکور مخکښانو ته افتخاري ستاینلیکونه ورکړل او دغه راز د لوړوزده‎کړو وزارت سرپرست او د کابل پوهنتون رئیس هغوی ته د جمهوررئیس له لورې نغدي تشویقي پیسې ورکړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته