د جلال آباد ښار د کب دمیاشتې ٣ :
سویډن په ننګرهار کې د اوږد مهال مرستو ترسره کولو ژمنه وکړه.
په افغانستان کې د سویډن هېواد سفیر اندریس سابیرک د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې په پوځي، پوهنې ، روغتیایي، کډوالو او يوشمير نورو برخو کې به په ننګرهار کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
د دې غونډې پرمهال د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سویډن هېواد څخه مننه وکړه چې په دغه ولایت کې د معلولینو د روغتیا او اقتصادي برخه کې مرسته کوي .
ده همدا راز په کلیوالي سیمو کې را ستنو شوو او نورو زده کوونکو ته د سویډن کمیټې له خوا د ۲۳۲ کلیوالي ښوونځیو د فعالولو اوهمدا راز د اتو ښوونځیو د نویو ودانیو د جوړېدو د پلان له امله یې هم د دې هېواد له مرستو څخه مننه وکړه .
ده همدا راز ټینګار وکړ، چې د نورو هېوادونو ترڅنګ دې د سویډن هېواد په ننګرهار کې د کډوالو اوپه يوشمير نورو برخو کې له ولایتي ادارې سره مرستې وکړي .
د دې غونډې پر مهال امنیه قوماندان ګل اقا روحاني هم د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ور کړل او په روزنیزه برخه کې د دې هېواد له همکارۍ څخه مننه وکړه .
په افغانستان کې د سویډن هېواد سفیراندریس سابیرک وویل،هېواد یې له افغانستان سره له ٢٠١٥ څخه تر ٢٠٢٠ کاله پورې د یو اعشاریه دوه میلیارده امریکایي ډالرو په لګښت په بېلابېلو برخو کې مرسته پيل کړې، چې یوازې دیرش میلیونه یې تېر کال د بشري مرستو په برخه کې لګول شوي دي .
ده زیاته کړه، هېواد یې ژمن دی،چې د بېلابېلو حکومتي ادارو په چوکاټ کې له ننګرهار سره د معلولینو په روغتیایي او اقتصادي،پوهنیزې،کډوالو او ګڼ شمېر نورو برخو کې مرستې وکړې .
د دې غونډې پر مهال د دغو مسوؤلینو له لخوا په دغه ولایت کې په روانو سیاسي،امنیتي،سولې پروسې،د فساد پر ضد پر روانې مبارزې او یو شمېر نورو موضوګانو هم خبرې اترې
0 1 دقیقه لوستل